د مخالفينو بدنامۍ کولو کې تحريک انصاف خپله تباه شوې، چوهدري سرور

د مخالفينو بدنامۍ کولو کې تحريک انصاف خپله تباه شوې، چوهدري سرور

د پنجاب سابق ګورنر چوهدري سرور وئيلي چې تير پنځه اويا کالو نه يو څو مخونه وينم ، کوم چې په صوبائي او قامي اسمبلۍ قابض دي،دې وخت ملک ته د مخلص قيادت ضرورت دې،وائي چې په هر موړ باندې مې تحريک انصاف قيادت پوهه کړې،خو پوهه نه شول،د مخالفينو بدنامۍ کولو کې تحريک انصاف خپله تباه شو،
د پنجاب سابق ګورنر او د مسلم ليګ ق غړې چوهدري سرور حسين پيښور پريس کلب کې غونډه کړې،
چوهدري سرور خبري غؤنډې ته وئيلي چې پي ډي ايم د دې ملک مسائل حل کولو کې ناکامه شوې،پي ډي ايم سره هيڅ منشور نيشته،بس توشه خانم او سکينډلو پسې ګرځي،
چوهدري سرور دا هم وئيلي کاش چې عمران خان په دې باندې هم غور کړې وې،چې د ده خپل غړي کوم حده پورې غلا او ډاکوان دي،سياست قربانونکي د رياست دعويدار تحريک انصاف اخر رياست ډوبولو په لور روان شو