د مردان اولس د وفاقي وزير مملکت علي محمد خان خلاف اختجاجي مظا هره کړيده

غلنئي هيډ کوارټر بازار کي د بائزئي پوليس ډي ايس پي خلاف ماربل کان ټيکدارانو احتجاج کړے

اولس د وفاقي وزير مملکت علي محمد خان خلاف اختجاجي مظا هره کړيده مظاهرچيان د مردان پريس کلب مخي ته په ګنړ شمير راغونډ شوي او د وزير مملکت خلاف ئي سخته نعره بازي کړي مظاهرچيانو وينا وه چه په علاقه کښ تير وفاقي حکومت د سوئي ګيس منصوبي رواني کړے وے ولي علي محمد خان دغه رواني منصوبوڼ کښ رکاوټ جوړ شوي دے او په منصوبوڼ کار بند شوي دے دوي اووئيل چه علي محمد خان تعلق هم د پي کے پنځه پنځوس سره دے ولي دوي دلته ترقياتي کارونه نه کول غواړي سياسي اختلافات په خپل ځائي خو ولي عوامو سره د دشمني بنده کړي مظاهرچيانو زياته کړه چه په علاقه کښ ګيس منظور شوي دے ټينډري هم شوي دي سوئي ګيس چارواکو د ګيس پائپونه هم غوزولي دي خو ولي دغه د ګيس پائپونه د ډيرے مودے راسي پراته دي او په خرابيدو روان دي دوي دهړکه ورکړه که چري زمونګ روان کارونه چالو نه شو نو د وزير مملکت خلاف به سړکونه بند کړو مظاهرچيان د مظاهرے نه پس يوه درنه اخباري غونډه اوکړه او د وفاقي حکومت نه ئي غوختنه اوکړه چه په عوامو د رحم اوکړي او په ګيس بند کار د روان کړي شي