د مردان عبدالولى خان يونيورسټۍ برطرف کړې شوو ملازمنيو د بحال غوښتنه کړې

0
13

د مردان عبدالولى خان يونيورسټۍ برطرف کړې شوو ملازمنيو وئيلى دى چې دوئى دې بحال کړې شى او د پى ايس ټو وائس چانسلر په ګاډى د شوى حملې دې شفاف تحقيقات اوکړې شى
پيښور پريس کلب کښې خبرى غونډې ته د وينا په وخت د مردان عبدالولى خان يونيورسټۍ برطرف کړې شوو ملازمينو مشرانو اووئيل چې دوئى په غير آئينى توګه برطرف کړې شوى وو، اوس د دوئى خلاف د يونيورسټۍ انتظاميى انتقامى کاروايانې شروع کړيدى، دې لپاره چې ملازمين د خپل حق لپاره اواز پورته نکړى
دوئى اووئيل چې په چارسده کښې د پى ايس ټو وائس چانسلر عبدالولى خان په ګاډى نامعلومه کسانو حمله کړى او د دې په تور کښې اوس پوليس د يونيورسټۍ انتظاميې په وينا برطرف کړې شوى ملازمين تنګوى او ځينى ئې ګرفتار کړې هم دى ،مشرانو اووئيل چې د دې پيښې دې په شفاف طريقې سره تحقيقات اوکړې شى او د ککړو کسانو خلاف دې سخته کاروائى اوکړې شى،د برطرف کړې شوو ملازمنيو مشرانو اووئيل چې د يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاکټر خورشيد نيازى لس لکهه روپۍ د مياشتى تنخواه اخلى او ډبل پنشن هم لرى مشرانو حکومت ته دهړکه ورکړه چې که حکومت دوئى بحال نه کړى نو دوئى به د اسمبلۍ مخى ته سره دخپلو بچو خودسوزيانې اوکړى