د مردان منګاه يونين کونسل لاک ډاؤن په ديارلسمه ورځ هم جاري دے

د مردان منګاه يونين کونسل لاک ډاؤن په ديارلسمه ورځ هم جاري دے

د مردان منګاه يونين کونسل لاک ډاؤن په ديارلسمه ورځ هم جاري دے او خلک کورنو کښې محصور پراته دي بلخوا انتظاميې لخوا د روزانه په بنياد دغه علاقه کښې د کلورين سپرے کولې شي،مردان کښې د کرونا بيمارۍ لوجې يو تن په حق رسيدلي او اتيا کسان متاثره شويدي
د کرونا وائرس لوجې د منګاه علاقے اوسيدونکي سعادت نومي تن د وفات کيدو نه پس مردان انتظاميې د دغې سيمې لاک ډاؤن کړي وو کوم چې په ديارلسمه ورځ هم جاري دے
د لاک ډاؤن لوجې د منګاه يونين کونسل د ښار د نورو برخو سره رابطه په مکمله توګه کټ شوېده او خلک کورونو کښې محدود پاتي شويدي
د سعادت خان د مرګ نه پس انتظاميې د هغه د خاندان غړي او مقامي کسان قرنطينه ته منتقل کړي وو او په مجموعي توګه د درې سوه شپيږ اويا کسانو ټيسټونه ئې کړيدي چې پکښې اتيا کسانو کښې د کرونا د وائرس تصديق شوېدے
ډي سي مردان بيان ترمخه د دري نوي کسانو ټيسټ ريزلټ نيګټو راغلي دے ولې د يوسل نوي کسانو د ټيسټ ريزلټ له نه دي ترلاسه شوے
بلخوا ريسکيو ون ون ټوټو لخوا منګاه علاقه کښې د روزانه په بنياد د کلورين سپرے کولو عمل جاري دے