د مردان پولیسو علي محمد خان ګرفتار کړي

علي محمد خان ضمانت نه پس يوځل بيا ګرفتارکړې شوې

د مردان سټي تهانړي پولیسو د تحریک انصاف پخواني وفاقی وزیر مملکت علي محمد خان ګرفتار کړي، علي محمد خان مردان پولیسو ته په نهم مئي واقعاتو کښي مطلوب وو
د مردان سټي تهانړي پولیسو د تحریک انصاف پخواني وفاقی وزیر مملکت علي محمد خان ګرفتار کړي، علي محمد خان مردان پولیسو ته په نهم مئي واقعاتو کښي د دهشت ګردۍ پشمول په شل دفعاتو پشمول مقدمي کښي مطلوب وو ، په سټي تهانړه کښي درج کړي شوي ایف آئي آر کښي د تحریک انصاف اوولس عهدیدارو پشمول نور ګنړ شمیر نامعلومه کسانو باندي د پنجاب رجمنټ سنټر مخي ته په سرکاري املاکو توړ پهوړ ، د فوج خلاف نعره بازي ، اشتعال انګیز تقریرونو په ضد مقدمه کړي شوي ، یاده دي وي چي پخواني وفاقي وزیر علي محمد خان مخکښي هم ګرفتار کړي شوي وو ولي نن د مردان سټي تهانړي پولیسو دوباره ګرفتار کړي ،