د مردم شماري حتمي رپورټ به راتلونکښي کال د اپريل په مياشت کښي جاري کولے شي

0
36

چيف شماريات آصف باجوه ووئيلي چي د مردم شماري حتمي رپورټ به راتلونکښي کال د اپريل په مياشت کښي جاري کولے شي بلخوا ددي حقيقت روسته چيف اليکشن کميشنر د نوي حلقه بندو لاندي راتلونکښي انتخابوتو کولو نه معذرت څرګند کړے دے
د چيف اليکشن کميشنر جسټس سردار محمد رضا په مشري کښي د نوي حلقه بندو په معامله د اعلي پائي غونډه شوي ده چي پکښي چيف شماريات آصف باجوه او د څلوروانړه صوبو ممبران اليکشن کميشن ګډون کړے دے
چيف شماريات آصف باجوه د مردم شماري په حقله تفصيلي بريفنګ ورکړے او واضحه کړي ئي ده چي د راتلونکښي کال اپريل مياشت پوري به قامي ،صوبائي او ضلعي کچ د مردم شماري حتمي رپورټ جاري کيږي
چيف شماريات زياته کړه چي عبوري ډيټا به د جولائي مياشت ختميدو پوري جاري شي ولي دا به حتمي او شائع شده نه وي
چيف اليکشن کميشنر سردار رضا په دي موقع د سختو تحفظاتو څرګندونه وکړه او تور ئي اولګوو چي د راتلونکښي ټاکنو په حقله مشکلات پيدا کولے شي
هغه زياته کړه که محکمه شماريات راتلونکښي کال اپريل مياشت پوري حتمي رپورټ جاري کوي نو راتلو نکښي ټاکنو کښي د نوي حلقه بندو لاندي انتخابات نشي کيدے