د مزاحیه اداکار عمر شریف جنازے مونځ جرمني کښی ادا کړي شويدې ، جنازه کښې د پاکستان سفارتي عملې پشمول يو شمير پاکستاني او غير ملکي وګړو شرکت کړيدې ، بلخوا د عمر شريف ځوئ جواد عمر وئيلي دي چه د والد صيب مړې به ئې د شورو په ورځ کراچئ ته رارسولې شي او د جنازې مونځ به ئې مولانا بشير فاروقي ادا کوي
د نامتو مزاحيه اداکار عمر شريف د جنازے مونځ جرمني کښې ادا کړې شويدې ، د عمر شريف په جنازه کښې د پاکستان سفارتي عملې پشمول يو شمير پاکستاني او غير ملکي وګړو شرکت کړيدې ، بلخوا د عمر شريف ځوئ جواد عمر ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چه د والد صيب مړي به ئې د شورو په ورځ کراچئ ته رارسولې شي او د جنازې مونځ به ئې هم هغه ورځ اداکولې شي ، د جواد عمر وينا وه چه د عمر شريف د جنازي مونځ به مولانا بشير فاروقي ادا کوي ۔ جواد عمر مخکښې وئيلي دي چه د عمر شريف تدفين به عبدالله شاه غازي د مزار په احاطه کښې کولې شي