د مسلم ليګ ن حمزه شهباز شريف پنجاب اسمبلې کښې اپوزيشن ليډر مقرر کړې شوې

0
3
حمزه شهبازشريف

د مسلم ليګ ن حمزه شهباز شريف پنجاب اسمبلې کښې اپوزيشن ليډر مقرر کړې شوې او سپيکر پنجاب اسمبلي چوهدري پرويز الهي د هغه تقرري تحريري آرډر جاري کړيدے
تفصيلاتو ترمخۀ پنجاب اسمبلې کښې حزب اختلاف مشر لپاره تقرري د ځنډ ښکار وه چي وجه ئې د حمزه شهباز دستخط باندي شکايت رامخې ته کيدل وو
حمزه شهباز تقرري کاغذاتو باندي دستخط شکايت لوجې سپيکر پنجاب اسمبلي د هغه تقرري آرډر ودرولي وو او حمزه شهباز ته دستخط تصديق لپاره کاغذات واپس ليګلي شوي وو
حمزه شهباز لخوا دستخط تصديق وروستو سپيکر پنجاب اسمبلي د هغه اپوزيشن ليډر تقرري تحريري آرډر جاري کړو ولي سيکرټري پنجاب اسمبلي محمد خان بهټي د هغه تقرري نوټيفيکيشن هم جاري کړو
واضحه دي وي چي حمزه شهباز د لاهور قامي اسمبلي حلقه اين اے يو سل څليريشت سره پي پي يو سل شپږ څلويښت نه هم اليکشن ګټلي وو چي وروستو هغه د قامي اسمبلې سيټ پريښو اعلان کړې وو