د مسلم ليګ ن لاهور کښې اپوزيشن ليډرميا شهباز شريف ګرفتاري په ضد احتجاجي مظاهره او جلسه کړې

د مسلم ليګ ن لاهور کښې اپوزيشن ليډرميا شهباز شريف ګرفتاري په ضد احتجاجي مظاهره او جلسه کړې
Thousands of supporters of deposed Pakistani Prime Minister Nawaz Sharif listen to their leader during a rally in Muridke, Pakistan, Saturday, Aug. 12, 2017. Sharif is currently holding on-the-road rallies across Punjab, in a move aimed at demonstrating his political strength amid tight security. Sharif criticized the country's judiciary for disqualifying him from office for concealing assets. (AP Photo/Anjum Naveed)

د مسلم ليګ ن هوم ګراونډ لاهور کښې اپوزيشن ليډر ميا شهباز شريف ګرفتاري په ضد احتجاجي مظاهره او جلسه کړې چي پکښې ن ليګ مرکزي او صوبائي مشرانو نه علاوه زرګاو کارکنانو شرکت کړې،دجلسې سيکورټي لپاره پنجاب پوليس لخوا کوټلي انتظامات کړي شوي وو

صوبائي حکومت او ضلعي انتظاميه اجازت ورستو ن ليګ مال روډ په ځائے ريګل چوک ټيمپل روډ باندي احتجاجي مظاهره او جلسه کړې چي پکښي کارکنانو شهباز شريف ګرفتاري په ضد حکومت او نيب خلاف شديد نعرے بازي کړي دي، مظاهرچيانو لاسونو کښي شهباز شريف عکسونه او احتجاجي بينرے هم پورته کړي وې چي پرې ميا شهباز شريف سره ديکجهتي اظهار نعرې هم درج وې

جلسے ته د مسلم ليګ ن پنجاب صدر رانا ثنا الله ، خواجه سعد رفيق ، پخوانې قامي اسمبلې سپيکر اياز صادق ، خواجه عمران نذير او نورو مشرانو وينا کړې او وئيلي دي چي کټ پتلي وزيراعظم حکومت ختميدل نيزدې دې او د تاريخ نااهل حکمرانان خپله نااهلي پټولو لپاره اپوزيشن مشرانو په ضد دروغو مقدمات جوړوي

خواجه سعد رفيق اووئيل چي حکومت شهباز شريف پابند سلاسل کړې ولې جيلونه، مقدمات او ګرفتارياني د دوي حوصلي نشي ماتولي ، خواجه سعد رفيق زياته کړه چي حکومت نوي پاکستان په ځائے زوړ پاکستان هم تباه کړې او نن د ملک معيشت مافيا په لاس کښي دې ، جلسي ته سردار اياز صادق ، پرويز ملک او نورو مشرانو هم ويناګاني کړي او ميا شهباز شريف سره د يکجهتي اظهار کړې