د مسلم ليګ ن مرکزي غړي شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې موجوده حکومت به خپله آئيني موده پورا کوي

د مسلم ليګ ن مرکزي غړي شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې موجوده حکومت به خپله آئيني موده پورا کوي او عام انتخابات به راتلونکي کال اګست نه پس کيږي،شاهد خاقان عباسي وائي که چرې عمران خان د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتې کړې نو نوي ورځو کښې دننه به په دې نشستونو ضمني اليکشن کوؤ
يو نجي ټي وي سره مرکه کښې شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې وخت نه مخکښې عام انتخابات کولو لپاره به حکومت د چا دباؤ قبول نه کړي او خپله آئيني موده به پورا کوي د هغه وينا وه چې ملک د معاشي بحرانونو نه د ويستلو لپاره د اليکشن نه بلکه د استحکام ضرورت دے او د ملک ډيفالټ کيدو خطره به هغه وخت زياته شي کله چې قامي اسمبلي ماته کړې شي او نوي ورځو لپاره نګران حکومت جوړ کړې شي د پنجاب اسمبلۍ مستقبل په حواله يوې پوښتنې په جواب کښې شاهد خاقان عباسي ووئيل چې پنجاب اسمبلۍ کښې اکثريت لپاره مسلم ليګ ن سره مطلوبه تعداد معمولي کم دے او دغه کمې پورا کيدې هم شي