د مسلم ليګ ن نائب صدرې مريم نواز کورونا ټيسټ مثبت راغلې

د مسلم ليګ ن نائب صدرې مريم نواز کورونا ټيسټ مثبت راغلې ،مريم اورنګزيب وائي چې مريم نواز د ټيسټ مثبت راتلو نه پس خپله ځان قرنطينه کړيدے

په ټويټر جاري کړې بيان کښې د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب وئيلي چې د مريم نواز کوروناټيسټ مثبت راغلې د کوم وروستو چې مريم نواز خپل ځان قرنطينه کړيدے مريم اورنګزيب قام ته اپيل هم کړي چې مريم نواز او نور د کورونا مريضانو صحتيابۍ لپاره دې دعاګانې اوکړي څرګنده دې وي چې څو ورځې وړاندې مريم نواز د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلۍ انتخابي مهم چلولې وو او دې دوران مريم نواز دکشمير مختلف علاقو ته تلې وه وئيلې کيږي چې د مهم پورا کيدو نه پس مريم نواز طبعيت خراب شوې وو او د کورونا ټيسټ ئې کړې وو کوم چې مثبت راغلې دے