د مسيحى برادرۍ ديارلس رکنى وفد د جى ايچ کيو پنډې دوره کړې، آئى ايس پى آر ترمخه مسيحى وفد د آرمى چيف جنرل عاصم منيرسره ملاقات کړے، ملاقات کښې د باهمى دلچسپۍ،بين المذاهب هم آهنګى او په نورو چارو خبرې شوى، آرمى چيف قومى ترقۍ کښې د مسيحى برادرۍ د کردار ستائنه کړې،وائى چې د مسيحى برادرۍ قومى ترقۍ،تعليم،صحت او انسان دوست خدماتو فروغ کښې مهم کردار دے
تفصيلاتو ترمخه د ائى ايس پى ار وينا ده چې د بشپس چرچ اف پاکستان ديارلس رکنى وفد جى ايچ کيو پنډې کښې ارمى چيف جنرل عاصم منير سره ملاقات کړې
ملاقات دوران ارمى چيف وئيلى چې اسلام د امن مذهب دې ، اسلام او معاشره کښې د عدم برداشت او انتهاپسندې هيڅ ګنجائش نشته
دوى اووئيل چې مهذب معاشره کښې چا ته هم قانون په لاس کښې د اخستو جازت نشى ورکولې
ارمى چيف اووئيل چې د قائداعظم ويژن وو چې ملک متحد وى او ترقى اوکړى
د آئى ايس پى آر مطابق ارمى چيف په قامى ترقۍ کښې د مسيحى برادرۍ خدمات ستائلى
د مسيحى برادرۍ وفد د دهشت ګردۍ ختمون او اقليتونو حفاظت لپاره د پاک پوځ اقداماتو تعريف کړې او وئيلى ئې دى چې پاک پوځ په هر سخت وخت کښې د اقليتونو خيال ساتلې