د مصر په کوششونو اسرائيل او فلسطين ترمينځ جنګ بندي شوي

د مصر په کوششونو اسرائيل او فلسطين ترمينځ جنګ بندي شوي، امريکني صدر جوبائيډن د فريقينو ترمينځ د ډز بندۍ هرکلي کړے او د مصر د صدر عبدالفتاح السيسي شکريه ئې ادا کړېده، په غزه د اسرائيلي الوتکو درې ورځوحملو دوران د پنځلس ماشومانو پشمول څلور څلويښت فلسطنيان شهيدان شويدي
د فلسطيني اسلامک جهاد ډلې او اسرائيل ترمينځ روان تاؤ تريخوالې د مصر په کوششونو ختم شوې او دواړه فريقينو ډز بندۍ باندې اتفاق کړې د مصر سرکاري خبري ادارے ترمخه دواړو ډلو ترمينځ مذاکرات شروع شويدي او صدر السيسي دوه فلسطيني وګړي خليل عوده او بسام السعدي د رهائۍ لپاره هم کوششونه کوي اسرائيل او فلسطين ترمينځ اوسنې تاؤ تريخوالي د پي آئي جے ډلې د ځني کمانډرانو ګرفتارۍ وروستو پيدا شوي وو،د اسرائيلي جنګي الوتکو د غزه مختلفو برخو باندې درې ورځې حملې کړې وې چې پکښې پنځلس ماشومانو پشمول څلور څلويښت فلسطنيان شهيدان او درې نيم سوؤ نه زيات ژوبل شوي وو د دې حملې په رد عمل کښې پي آئي جے ډلې هم په اسرائيل په سوؤنو راکټې داغلې وې