د ملائشيا پخوانې وزيراعظم مهاتيرمحمد د زړه په مرض کښې اخته

د ملائيشيا پخوانې وزيراعظم مهاتير محمد د زړه په رنځ کښې اخته دي، هغه د اليکټو ميډيکل پروسيجر لپاره د کولالمپور نيشنل هارټ انسټي ټيوټ کښې داخل کړې شوې، د مهاتير محمد وړومبې هارټ بائي پاس کال نولس سوه نهه اتيه کښې ولې دوئم دوه زره اووم کښې شوې وو، مهاتير محمد د ملک تر ټولو اوږدې موندې راهسي وزيراعظم پاتې شوې

بهر ملکي خبري ادارے ترمخه د ملائيشيا پخوانې وزيراعظم مها تير محمد د زړه رنځ لوجې د کولالمپور نيشنل هارټ انسټي ټيوټ کښې داخل کړې شويدې چرته چې به د هغه اليکټو ميډيکل پروسيجر کولې شي رپورټس مطابق شپږ نوي کلن مهاتير محمد د زړه په رنځ کښې اخته دې، هغه تيرې مياشتې په شپاړس دسمبر هم د طبي معائنے لپاره هسپتال کښې داخل کړې شوې وو د مهاتير محمد وړومبې هارټ بائي پاس کال نولس نهه اتيه کښې ولې دوئم ځلې کال دوه زره اووم کښې شوې وو، خو دغه سرجريو نه پس هم په سياست کښې چمتو وو واضحه دې وي چې مهاتير محمد وړومبې ځل نولس سوه يو اتيه کښې اقتدار سنبهال کړې وو او دويشت کاله پس کال دوه زره درئم کښې ريټائر شوې وو، هغه تر ټولو اوږدې موندې راهسې د ملک وزيراعظم پاتې شوېدې