د ملاله په نوم جوړېدونکي فلم “ګل مکئۍ” شوټنګ شروع

0
75

بالي وډ کښې د امن نوبل انعام ترلاسه کونکي او د پاکستان لور ملاله يوسفزئۍ د ژوند په حقله جوړوندونکي فلم “ګل مکئۍ” شوټنګ شورو شويدي ، فلم کښې د ملاله کردار ټي وي اداره ريم شيخ ادا کوي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا صوبے سوات ضلعے سره تعلق لرونکي ملاله کال دوه زره نهم کښې د سوات آپريشن دوران برطانوي ميډيا ته د ډائرۍ ليکلو په ذريعه د سوات د کشيده صورتحال منظري کشي کولو په وجه عالمي شهرت ترلاسه کړې وو، هغه ته په دغه کار ستاره جرات هم ورکړې شوے وو
ملاله باندي په نهم اکتوبر کال دوه زره دولسم کښې د سکول ته کور ته واپس تلو په وخت قاتلانه حمله شوي وه او په سر په ګولۍ لګيدو په نتيجه سخته ژوبل شوي وه ، هغه بيا ورستو د علاج دپاره بهر ملک ته منتقل کړې شوه او طالبانو د دغه حملے ذمه واري قبول کړې وه
ټوله دنيا کښې نه يواځي دا چې د جينکو د تعليم په حواله د ملاله د کوششونو ستائينه اوکړې شوه بلکي هغي د دي په اعتراف کښې د امن نوبل انعام هم ورکړې شو
بهارتي فلم انډسټۍ کښې هم د ملاله يوسفزئۍ د ژوند په حواله فلم جوړيږې ، د دغې فلم هدايتکاري امجد خان کوي
فلم “ګل مکئۍ” کښې د ملاله کردار د ټي وي اداکاره ريم شيخ ادا کوي ولي د هغي د مور کردار اداکاره ديوتا دتا او اتل کلکرني به هم په دغه فلم کښې په مهم کردار کښې په نظر راځي
فلم کښې د ملاله د کور کردار ادا کونکي اداکاره ديوتا دتا د سماجي رابطو په ويب سائيټ ټوئټر باندي د فلم ګل مکئۍ د شوټنګ د شورو کيدو اعلان کړېدے