د ملي نغمې جيوے جيوے پاکستان ويوونکي شهنازبيګم په حق رسيدلې

0
169
د ملي نغمې جيوے جيوے پاکستان ويوونکي شهنازبيګم په حق رسيدلې

د ملي نغمې جيوے جيوے پاکستان ويوونکي شهنازبيګم اووه شپيته کالو په عمر کښې په حق رسيدلې ده ،خانداني ذرائع وائي چې سندرغاړې د هارټ اټيک لوجي پحق رسيدلې
د پاکستان مشهورسندرغاړې شهناز بيګم کال نورلس سوه دوه پنځوستم کښې ډهاکه کښې پيدا شوې وه ،شهناز بيګم د پاکستان لپاره يوشمېر سندرې وئيلي چې پکښې جيوے جيوے پاکستان او سوهني دهرتي د ټولو نه زياتې مشهوري ګانې دي، شهناز بيګم د وړوکوالي نه سندرو سره شوق وو او د يوولس کالو په عمر کښې ئې وړومبۍ سندره د پلے بيک سنګر په حيث وئيلې وه
شهنازبيګم څه موده وړاندې ډهاکه ته منتقل شوې وه او د عمرې ادائيګۍ نه پس ئې ګلوکاري پرېښودې وه
شهنازبيګم جنازه به نن ادا کيږي د کومې وروستو چې به ډهاکه کښې خاورو ته سپارلے شي