د ملکه الزبت دوئم استعمال شوې ګاډى قيمت درې کروړه دوه اتيا لکه نه سيوا پاکستانى روپې کېښودې شوې

د برطانيه ملکه الزبت دوئم په استعمال کښې پاتې شوې د ګاډي خرڅ لپاره وړاندې کړې شوېدې،د شين رنګ بينټلے موټر کال دوه زره ديارلسم نه تر کال دوه زره پنځلسم ترمينځ د ملکه په استعمال کښې پاتې شوېدې، د دغه موټر قيمت درې کروړه دوه اتيا لکه نه سيوا پاکستاني روپې کيښودلې شوېدې

بهر ملکي خبري ادارے ترمخه د شين رنګ بينټلے موټر د کال دوه زره ديارلسم نه تر کال دوه زره پنځلسم ترمينځ ملکه په استعمال کښې پاتې شوې او هغې دغه موټر په لندن کښې چلولې دې

د ملکه برطانيه په زير استعمال کښې پاتې شوې زړه پورې ګاډې اهميت کښې اضافه شوېدې، او د دے قيمت يو لک اتيا زره پاؤنډز يعني درې لکه دوه اتيه لکه نه سيوا پاکستاني روپې کيښودلې شوېدې

د ګاډو ډيلر وائي چې دغه ګاډې هر طرفنه بهترين دې  او د ګاډې اخيستونکې داسې پکار دې کم چې د قيمتي ګاډو په ساتلو پوهيږې