د ملک بالائي سيمو وورسته پنجاب مختلف سيمو کښې باران شوے

0
26
د باران وريدو نه پس موسم نور يخ شوے

د ملک بالائي سيمو وورستو د پنجاب جنوبي او وسطي سيمو او سر ښار لاهور کښې هم د ژمي ړومبے باران وريږي چي ورسره يخني سيوا شوے ، محکمه موسمياتو نن او صبا د نور باران پيشنګوئي کړے او وئيلي چي درجه حرارت کښې به نور کموښت هم راځي
تفصيلاتو ترمخه د ملک بالائي سيمو پشان د پنجاب مختلف سيمو ګجرانواله ، ګجرات ، سيالکوټ او سر ښار لاهور کښې د ژمي ړومبے باران شوے چي ورسره موسم نور هم يخ شوے
د لاهور مختلف سيمي ګلبرګ ، ماډل ټاون ، جوهر ټاون ، اچهره ، فيروز پور روډ ، جيل روډ ، مال روډ او اندرون ښار کښي هم تير شپے راهسي باران وريږي چي ورسره يخني شدت نور سيوا شوے او خلقو د ګرم کپړو استعمال شروع کړے
بل اړخ ته محکمه موسمياتو نن او صبا د نور باران پيشنګوئي کړې او وئيلي چي د پنجاب بالائي سيمو سره جنوبي سيمو کښې هم باران امکان دے
محکمه موسمياتو لخوا د نور باران پيشنګوئي وورستو ايم ډي واسا زاهد عزيز د عملي چهټياني ختمي کړي او دوي ته په فوري توګه رپورټ کولو هدائت کړے
ايم ډي واسا زاهد عزيز وينا ده چي لاهور کښې باران پيشنګوئي وورسته هنګامي اقدامات له لارے نکاسي آب لپاره پنځه دريشت کيمپ جوړ کړلي شوي دينه علاوه موبائل ډسپوزل سټيشن او فيلډ سټاف ته چمتو اوسيدلو هدايات جاري کړلي شوي