د ملک زياتره بالائى او وسطى برخو کښې باران شوې

د ملک زياتره بالائى او وسطى برخو کښې باران شوې

د ملک زياتره بالائى او وسطى برخو کښې باران شوې او اسلام اباد پشمول ځنى نورو ښارونو کښې ږلۍ هم شوېده ،تيره ورځ راولاکوټ کښې اته ملى ميټره باران ر يکارډ شوې
موسمياتو محکمه وينا ترمخه پېښور،مردان،هزاره ،ملاکنډ ،کوهاټ، بنو، ټانک،ډى آئى خان ، چترال او د پنجاب زياتره سيمو کښې باران شوې
دغه رنګ سرښار اسلام آباد او د ملک ځنى برخو کښې ږلۍ هم شوېده
موسمياتو محکمې زياته کړيده چي تيره ورځ د ملک زياتره برخو کښې موسم اوچ او شمالى علاقه جات کښې موسم يخ وو
محکمه موسمياتو وينا مطابق تيره ورځ د کشمير ځنى سيمو کښې باران هم شوې وو چې پکښې د ټولو نه زيات باران راولا کوټ کښې اته ملى ميټره ريکارډ کړې شوې وو