د ملک زياتره برخو کښې د باران امکان ، محکمه موسميات

موسمياتو محکمې راتلونکي څلور، پنځو ورځو کښې د ملک زياتره برخو کښې د باران او تيز هواګانو امکان څرګند کړې، پيښور، مردان، کوهاټ، پنډې، اسلام آباد او مرې کښې به اتوار پورې باران جاري وي، په دے سلسله کښې  پي ډي ايم اے د پېښور ضلعي انتظاميه ته ګامونه پورته کولو مراسله ليږلې

موسمياتو محکمه ترمخه د ملک بهرنې وسطي سيمو کښې به راتلونکې څلور، پنځو ورځو پورې باران او تيز هواګانې چليږې، پنډې، اسلام آباد، مري کښې به اتوار ورځې پورې باران جاري وي

موسمياتو محکمه وائي چې چترال، سوات، ايبټ آباد، پيښور، بنو، کوهاټ او مردان کښې به هم راتلونکي څلور، پنځو ورځو پورې باران او تيز هواګانې چليږې

دے دوران د ملک زياتره برخو کښې ګالئ سره سره د باران هم امکان دے

په دے لړ کښې پي ډي ايم اے د خېبر پختونخوا ضلعي انتظاميه کښې پيشګي ګامونه پورته کولو هدايت مراسله ليږلې