د ملک زياتره پټرول پمپونه بند دى ، بلاول بهټو او مريم نواز

په ملک کښې دپيټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن  هړتال په اړه  يو بيان کښې بلاول بهټوزردارى وئيلي چې حکومت دپټروليم ډيلرز مطالباتو معاملے باندې دنااهلۍ مظاهره کړې، چې کوم لوجې نن ټول ملک پريشانه دې،

بلاول بهټو اووئيل چې دملک زياتره پټرول پمپونه بند دي او کولاو پمپونو باندې لوئي لوئې  قطارونه لګيدلي دي ، کاروباري امور متاثر شويدي،

دا د حکومت ناکامي ده چې کوم لوجې په ټول ملک کښې افراتفري ده

وائي چې پي ټي ائي حکومت حل کيدونکي مسئلو نه دخپلې نااهلې لوجې بحران جوړوى،

دپټروليم مصنوعاتوقميتونو کښې راتلونکې اضافه به تباه کن وي، لوډشيډنګ، ګرانه بجلى او  ګران پټرول او ګيس د پي ټي آئى ،  آئي ايم ايف ډيل تحفے دي، نن  ثابت شوې چې عمران خان يو نااهل حکمران دې

د مسلم ليګ ن  نائب صدرې مريم نواز په يوټويټ کښې وئيلي چې دپاکستان  اولس اوړو او  چينې نه پس اوس پټرول لپاره په قطارکښې اودرول نه صرف بے حسي، نااهلي بلکې  دظلم انتها ده

مريم نواز وئيلى  چې خلق سخت په تکليف کښې دي ولې ظالم حکومت باندې هيڅ فرق نه پريوځي

مريم نواز وائي چې يوه ورځ مې هم په اولس باندې ظلم کونکې عمران خان دعوامو تکليف باندې پريشان نه دې کتلې

مريم نواز پټرول پمپونو باندې دخلقو قطارونو ويډيو او تصويرونه هم په ټويټر شيئر کړي دي، وائي چې دلاهور، اسلام اباد،ګجرانواله تصويرونه صرف پټرول لپاره نه دي، بلکې دعوام کرب، تکليف او بے وسې قيصه ده،

زما دعا ده  چې دغه قطارونو کښې عمران خان ، دې مسلط کونکي او وزرا هم ودريږي چې دوي ته پته ولګى  اولس باندې قيامت راپريوتې دې