د ملک مختلفو سيمو کښې باران ، ګرمۍ کښې کمې راغلې

سرښار اسلام آباد،پنډې او پيښور پشمول د ملک بعضې نورو سيمو کښې باران وريدلې چې ورسره دغه علاقو کښې د ګرمې زور مات شويدې ،بلخوا موسميات محکمې راتلونکي شواروز دوران اسلام آباد،خيبر پختونخوا،پنجاب،ګلڊت بلتستان او کشمير کښې ځائې په ځائې د نور باران امکان څرګند کړيدې

موسمياتو محکمې طرف نه جاري شوې بيان مطابق راتلونکي څليريشت ګهنټو دوران خيبر پختونخوا ،اسلام آباد،برنې پنجاب، ګلګت بلتستان او کشمير کښې ځائې په ځائې تيزو هواګانو اور پړق پړوق سره د باران امکان دې موسمياتو محکمه وائي چې تير شواروز دوران هم د ملک د خيبر پختونخوا مختلفو علاقو پشمول د ملک بعضي برخو کښې بارانونه ريکارډ شوي دې دوران ټولو نه زيات باران اسلام آباد کښې يو اويا او سيالکوټ کښې دوه پنځوس ملي ميټره ريکارډ شويدې تير څليريشت ګهنټو کښې ټولو نه زياته ګرمي چلاس کښې ريکارډ شوې چرته چې درجه حرارت شپږ څلويښت ډګري سينټي ګريډ ريکارډ شويدې