د ملک معاشي صورتحال د نوي حکومت لپاره غټ ازمېښت دے: ماهرين

0
21
د ملک معاشي صورتحال د نوي حکومت لپاره غټ ازمېښت دے: ماهرين

يو کروړ نوکرو او پنځوس لکه کورونو جوړولو وعده اود ملک خراب معاشي صورتحال عمران خان او اسد عمر لپاره لوئے ازميښت دے،معاشي ماهرينو مطابق غير ملکي قرضو ادائيګي هم تحريک انصاف لپاره يو لوئے چيلنج نه کم نه دے
تحريک انصاف مرکز حکومت کښي جوړولو پوزيشن کښي ده،حکومت کښي راتلو نه پس به وړمبي کپتان او هغه ټيم له د قرضو ادائيګئ انتظام کول وي،د ريټنګ ايجنسي موډيز خيال دے چي قرضو ادائيګي به د نوے حکومت لپاره يو لوئے چيلنج وي،دے لپاره به نوے حکومت هم آئي ايم ايف ته تلو باندے مجبوره وي،د آئي ايم ايف اندازه ده چي راتلونکي کال کښي به پاکستان ته بهرملکي فنانسنګ لپاره د اوويشت ارب ډالر ضرورت وي،که چرے پاکستان خپل برآمدات پنځوس ارب ډالر ته ورسوي نو دا مسئله حل کيدے شي،آئي ايم ايف مطابق درآمدات کښي کمي سره هم په دے مشکل قابو موندل ممکن کيدے شي خو درآمدات کښي کمي سره د ترقي رفتار هم متاثره کيدو خطره ده چي ورسره د روزګار نوے موقع پيدا کول به هم ګرانه شي
تحريک انصاف اولس سره د پنځوس لکه ارزان کورونو او يو کروړ نوکرو لوظ هم کړے دے،د معاشي ماهرانو خيال دے چي دغه لوظونه پورا کول پي ټي آئي لپاره يو لوئے چيلنج دے او دا به د اسد عمر د صلاحيتونو امتحان وي