د ملک هيڅ يو ځائې کښې به د ګيس غلا ونه زغملې شى ، حماداظهر

قومي اسمبلي غونډه، وفاقي وزير حماد اظهر ويلي چي د ملک هيچ يو ځائے کي به د ګيس غلا ونه زغملي شي، ن ليګ د پنځه اعشاريه څلور فيصد ګروت ريټ لپاره ملک ديواليه کړي، د حماد اظهر تنقيد په جواب کي ليګي رهنما احسن اقبال ويلي چي حماد اظهر دي مونږ ته ليکچر راکولو کوشش نه کوي، څوک چي ملک کي د صدارتي نظام خبري کوي، هغوي دي د تير صدارتي نظام انجام او کارکردګي ياد ساتي

وفاقي وزير حماد اظهر ګيس بحران او معاشي صورتحال حوالي سره قومي اسمبلي ته خطاب کړي، حماد اظهر ويلي چي که سند هائيکورټ سټے ارډر ختم کړو نو کراچي ته به د ګيس سپلائي سيوا شي، سند به راتلونکي څو کالو کي ګيس درامد کونکي صوبه جوړيږي، د ن ليګ تير حکومت متعلق حماد اظهر ويلي چي ن ليګ ملک ديواليه کړي وو، چي کله دوي سره دلائل ختم شي نو دوي بيا د ووم جماعت مطالعه پاکستان باندي ليکچر شروع کړي، د حماد اظهر تقرير په جواب کي ليګي رهنما احسن اقبال ايوان ته خطاب کړي، ويلي دي چي حماد اظهر دي مونږ له ليکچري نه راکوي، موجوده حکومت بے تحاشا نوي ټيکسونه لږولي،د حکومت دعوي به هله ټهيک وي کله چي يو مزدور خوشحاله وي، احسن اقبال د صدارتي نظام متعلق جاري بحث په اړه ويلي چي د پاکستان هر شهري به د پارليماني نظام دفاع کوي، د تير صدارتي نظام انجام ياد ساتل پکار دي