د ملک په زياتره بالائي او وسطي علاقو کښې باران وريدلے

د ملک په زياتره بالائي او وسطي علاقو کښې باران وريدلے

سرښار اسلام آباد، پنډۍ او د پېښورپشمول د ملک په زياتره بالائي او وسطي علاقو کښې باران وريدلے، باران سره سره د ملک بالائي علاقو کښې په غرونو واوره هم شوې چې ورسره يخني سېوا شوېده، موسمياتو محکمې نن هم د پښتونخوا او اسلام آباد پشمول د ملک په مختلفوعلاقو کښې د نور باران او په غورونو د واورې امکان څرګند کړيدے
سرښار اسلام آباد او پنډۍ کښې بيګا د شپې راهسې وقفې وقفې سره باران وريدلے چې ورسره يخني سېوا شوېده، هم دغه رنګ د پېښور،مردان ،ملاکنډ او سوات پشمول د خېبرپښتونخوا په زياتره برخو کښې هم د بيګا راهسې وقفې وقفې سره باران شويدے، د دې ترڅنګ بالائي پنجاب، کشمير او د ګلګت بلتستان په مختلف علاقو کښې هم باران وريدلے دے، باران سره سره د ملاکنډ ، هزاره ډويژن، کشمير او ګلګت بلتستان په غرونو واوره هم وريدلې ده، موسمياتو محکمې نن هم بالائي خېبرپښتونخوا، کشمير او اسلام آباد پشمول ځينې نورو علاقو کښې د نور باران او په غرونو د واورې امکان څرګند کړيدے