د ملک په ټولو يوټيليټى سټورونو کښې قيمتونه سيوا

حکومت يوواري بيا په عوامو د ګرانې بم غورځولي ، په ټول ملک کښي يوټيليټي اسټورز کښې موجودد روزانه استعمال څيزونو په قيمتونو کښې د اضافي نوټيفيکيشن جاري کړے شوي ،صابن، ټشو پيپر،ټائلټ کلينر پشمول د يو شمير څيزونو په قيمتونو کښي اضافه شوي

د نوټيفيکيشن ترمخه په يوټيليټي اسټورز کښې موجود د مختلف برانډز صابن دري نه تر لس روپو پوري ګران کړے شول ،د کپړي ونځولو صابن دويشت روپے ، ټوائلټ کلينر او بليچ څلورو نه تر دولس روپو پوري ګران کړے شول ،دي سره سره په يوټيلټي سټورز کښي د ټشو پيپر په قيمت کښي ديارلس روپو اضافه شوي ،د غواړو په قيمتونو کښي شپږ نوي روپے او د کوکنګ آئل په قيمت کښي اوو نوي روپے اضافه شوي