مونږ ټول په يو بنده کوڅه کښې راګير شوي يوو، وخت کم دے او بحران زيات، که فوري حل راو نه باسلے شو نو څه هم کيدے شي، زما د تجربے مطابق د دي بحران نه د وتلو يواځنۍ لار فل کورټ جوړول دي، د پيپلز پارټۍ مشر خورشيد بيان، وائي چي عمران خان په ملک مسلط کول يو لويه غلطي وه،د هغه د ضد او انا له وجي ملک نن دے ځائے ته رسيدلې دې، معاملات حل کولو په ځائے بحران نور سيوا کيږي،
د پيپلز پارټۍ مشر خورشيد شاه وئيلي دي چي سياسي بحران نه اوس آئني بحران زيات شويدے، ملک د دي بحرانونو نه راوستلو لپاره نه څه اداره پاتي شوي او نه څوک شخصيت،
خورشيد شاه وائي چي ملک دا وخت يو بنده کوڅه کښې راګير شويدے، زما د تجربے مطابق د دي بحران نه د وتلو يواځنۍ لار فل کورټ جوړول دي، او که چري فوري حل رابه باسلې شو نو څه هم کيدے شي
وفاقي وزير اووئيل چي عمران خان په ملک مسلط کول يو لويه غلطي وه، د موجوده مسئلو اصل وجه عمران خان دے، د هغه دضد او انا له وجي ملک بحرانونو سره مخ شويدے