د مولانا سميع الحق پرسنل سکرټري احمد شاه نيولې شوې

0
1028

د مولانا سميع الحق قتل کيس کښې مهم پيشرفت شويدے ، ذرائع وائي چې د مقتول پرسنل سکرټري احمد شاه نيولې شوې او ملزم نه نورتفتيش شروع کړې شويدے
ذرائعو وينا ده چې د سميع الحق قتل معاملې نه پس د هغه پرسنل سيکرټري احمد شاه په پراسرار توګه بے درکه شوې وو
احمد شاه د ډير هڅو نه پس نيولې شوې او هغه د مولانا سميع الحق قتل کيس کښې يو ډير مهم پيشرفت ګنړلې کيږي
ذرائع وائي چې احمد شاه د مولانا سميع الحق لواحقينو په مرسته ګرفتار شوې او د هغه نه نور تفتيش شروع کړې شويدے
ياده دې وي چې مولانا سميع الحق پنډۍ کښې په دويم نومبر قتل کړې شوې وو او احمد شاه دغه پيښې نه پس بے درکه وو کوم چې اوس نيولې شويدے