د مومند حليمزۍ تحصيل کښې د ډزوپېښه ، درې کسان مړه

د مومندو په حلميزۍ تحصيل کښې د ډزو واقعه مخې ته راغلې ده،بابي خيل مټين کور علاقه کښې د زمکې په لانجه دوه ډلو ترمينځه ډزې شوي دي چي په کښې درې کسان مړه او دوه ژوبل شوې دي

د ضلع مومند په تحصیل حلیمزوکښې د ډزو واقعه مخې ته راغلې ده، بابي خیل مټین کور سیمه کې د دوه ډلو رسول خان او زورور شاه ترمينځه ډزي شوي دي،پوليس وائي چي په دغه پيښه کښې دري کسان مړه او دوه ژوبل شوي دي،د دواړو ډلو ترمينځه درې کالو راهسې د زمکې تنازعه روانه وه،پوليس وائي چي د واقعې تحقيقات شروع کړې شوې دې