د ميانمار عدالت د رائټرز دوه صحافيانو ته د قيد سزا آورولې

0
9
د ميانمار عدالت د رائټرز دوه صحافيانو ته د قيد سزا آورولې

د ميانمار يو عدالت د غېرملکي خبري ايجنسۍ رائټرز دوه صحافيانو ته د اوه کاله قيد سزا آورولې ده ، دغه صحافيانو ته سزا په روهنګيا مسلمانانو د ظلمونو متعلق حقائق په ډاګه کولو الزام کښې آورولے شوېده
د ميانمار يو عدالت د ملک خفيه رازونو په ډاګه کولو متعلق کيس فيصله آورولې ، سماعت دوران عدالت د رائټرز دوه صحافيانو ته د اووه کاله قيد سزا ورکړې ، عدالتي فيصله کښې وئيلے شوي چې دغه دواړه صحافيانو د ملک خفيه رازدارۍ خلاف کار کولو
په دې فيصله د ميانمار حکومت ترجمان وئيلي چې عدالتونه خودمختار دي او د قانون مطابق خپلې فيصلې آوروي، اقوام متحده د ميانمار عدالتي فيصله غېرمنصفانه ګرځولې او د دواړه صحافيانو د خوشي کولو مطالبه ئې کړېده
د رائټرز دغه دواړه صحافيان تېرکال دسمبر مياشت کښې نيولے شوي وو، ګرفتار صحافيانو د ميانمار په رخائن رياست کښې د روهنګيا مسلمانانو نسل کشۍ متعلق تحقيقاتي رپورټ باندې کار کولو ، سزا وروستو صحافيان وائي چې مونږ څه غلط کار نه دے کړے،په انصاف،جمهوريت او آزادۍ باندي يقين لرو