د نامتو اداکار قاضي واجد جنازه کراچۍ کښې ادا کړے شوې

0
39

پاکستان نامتواوسينئر اداکار قاضي واجد دجنازه مونځ کراچۍ کښې شوې چې پکښې دشوبز سره تعلق لرونکي خلقو سره سره عامو خلقو هم په لوئے کچ ګډون کړے وؤ
تفصيلاتو ترمخه دپاکستان نامتو اداکار او په نړيوال کچ پېژنګلو لرونکې هنرمند قاضي واجد دجنازے مونځ کراچۍ کښې اداکړے شوې دے
دقاضي واجد دجنازے مونځ کښې په لوئے کچ خلقو ګډون کړے وؤ چې پکښې دشوبز سره تعلق لرونکو خلقو سره سره عامو خلق هم راغلي وؤ
قاضي واجد دناروغتيا په وجه کراچۍ يو شخصي هسپتال کښې داخل کړے شوې وؤ چرته چې هغوې په حق رسيدلي
قاضي واجد دپاکستان په کچ يو مننلې هنر وؤ او دوي خپل شپيته کالونه زيات ژوندشوبز له ورکړے وؤ
قاضي واجد جنازے کښي راغلې فنکارانو او نوروهنرمندو دقاضي واجدناساپي مرګ دپاکستاني شوبز لپاره لوئے ځيان ګرځولې دے او ويلي دي چې قاضي واجد غوندے فنکار يوه اکيډمي وي چې ترے نور خلق علم او پوهه ترلاسه کوي
پاکستان نامتواو سينئر اداکارقاضي واجد دجنازے مونځ کراچۍ کښې اداکړے شوي
جنازے مونځ کښې دشوبز سره تړلي خلقو په لوئے کچ ګډون کړے وؤ
خدائي بخلي قاضي واجدخپل دژوند شپيته کاله ټي وي، فلم، ريډيو او په اسټيج له ورکړي