د نامتو شاعر احمد فراز نن د زيږون اته اتيايمه کليزه ده

0
11

د نامتو شاعر احمد فراز نن د زيږون اته اتيايمه کليزه ده ، احمد فراز په اردو ژبه کښې د خپل منفرد شاعرانه انداز لپاره پيژندلے شو ، چا چې د محبوب د بې وفائې غم سره سره د حالاتو د جبر تذکره هم په خپل کلام کښې کړېده
احمد فراز په کال نولس سوه يو ديرش کښې پيدا شوے وو ، فراز د خپل ماشوم والي نه د حساس طبيعت او مزاج مالک وو ، د خپلې زمانه طالبعلمۍ نه ئې شعر وئيلو اغاز کړے وو
ورستو فراز صيب د شعر و ادب په دنيا کښې باقاعده انټري اوکړه او د خپل منفرد انداز سره ئې اردو شاعرۍ له نوے طرز ورکړو
فراز صيب په خپلې شاعرۍ کښې د توازن نه کار اخيستې ، د محبوب د بې رخۍ ذکر ئې کړے ، نو په چمن کښې ئې د ګلونو تذکره هم کړې ، د دې سره سره د زمانې د جبر او د حالاتو د زور زياتي فرياد هم مونږ د فراز صيب په شاعرۍ کښې ليدلے شو