د نهم او لسم مئي پيښو په اړه د جے آئي ټي جوړولو درخواست باندي سماعت شوې

دشاه محمود قریشي او اسد عمر یو ورځ راهداري ضمانت منظور

پیښور هائی کورټ کې د نهم او لسم مئي پيښو په اړه د جے آئي ټي جوړولو درخواست باندي سماعت شوي،د درخواست کونکي لخوا غوښتنه شوې چې د پاناما په طرز دې جے آئي ټي جوړ کړې شي
جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس صاحبزاده اسدالله د درخواست اورېدنه وکړه،دا درخواست د آئي ايل ايف صوبائي صدر قاضي انور د شاه فيصل اتمان خيل ايډوکيټ په په وساطت جمع کړے دے۔
درخواست کې غوښتنه شوې چې د پاناما په طرز دې جے آئي ټي جوړ کړي شي،جے آئي ټي دې هره هفته عدالت ته رپورټ وړاندې کوي،درخواست ګزار وویلی چې درخواست سره ځینې اسناد او ثبوتونه ورک دي،او په رټ کې یوازې د پېښور په اړه ثبوتونه موجود دي، اوس د ټولې صوبې نه ثبوتونه ترلاسه شوي دي،
د درخواست ګزار وکیل عدالت ته وويلي چی آډیو ویډیو او یو شمیر مهم اسناد درخواست سره منسلک دي،وکیل وینا ده چی
په درخواست کې دی د ترامیم کولو یا د نوي درخواست جمع کولو اجازه دي ورکړي شي،
د بحث نه پس عدالت د درخواست دوباره دائرولو حکم جاري کولو سره کيس ختم کړي دي