د نوازشريف په معامله کښې نۀ ډيل شوے او نۀ ډهيل: شيخ رشيد

د نوازشريف په معامله کښې نۀ ډيل شوے او نۀ ډهيل: شيخ رشيد

وزيرريلوے شيخ رشيد پنډۍ کښې د سټيم سفاري ټرين افتتاح کړې، شيخ رشيد د افتتاح وروستو په سياسي موضوع خبرې کړي، وائي چې نوازشريف له تېره ورځ عدالت د تلو اجازت ورکړے، دا نۀ د نوازشريف ګټه ده او نۀ زمونږ بائيلات، په دې معامله کښې نۀ ډيل شوے او نۀ ډهيل، عدالت د دواړو پارټو عزت بحال کړيدے
وفاقي وزير ريلوے شيخ رشيدپنډۍ کښې د سټيم سفاري ټرين افتتاح کړېده، د افتتاح وروستو سټيم سفاري د پنډۍ نه اټک ته روان شو، د افتتاح په موقع شيخ رشيد ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چې د هغه ټول ملکونو شکريه چا چې د سلو کالو زوړ سټيم انجن بحال کړو،دې سره به سياحت ته هم وده ملاؤ شي، وفاقي وزير په دې موقع په سياسي موضوع هم خبرې کړي، شيخ رشيد وائي چې نوازشريف له تېره ورځ عدالت د تلو اجازت ورکړے، په دې معامله کښې د عدالت نه علاوه د هيچا هم څه کردار نشته، ملک نه بهر تګ د نوازشريف نۀ خو ګټه ده او نۀ د حکومت ناکامي يابائيلات دے، شيخ رشيدزياته کړېده چې د پخواني وزيراعظم په معامله کښې نه خو ډيل شوے او نه ډهيل ، عدالت د دواړو پارټو عزت بحال کړے، نوازشريف حلفيه بيان ورکړے چې څلور هفتو کښې به واپس راځم