د نيب اپيل خارج کولو سپريم کورټ فيصله قانوني طور باندې ټهيک ده،فواد چوهدري

د بهارت د ايټمي وسلې غلط استعمال يو حقيقت دې،فواد چوهدري

وفاقي وزير اطلاعات فواد چوهدري وئيلي دي چې د پخواني وزيراعظم نواز شريف سزا معطلۍ خلاف د نيب اپيل خارج کول د سپريم کورټ فيصله قانوني طور باندې ټهيک ده
په خپل ټويټر پيغام کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي د نواز شريف سياست هميشه لپاره ختم شوے او ن ليګ له پکار دي چې ځان له نوې قيادت منتخب کړي
د فواد چوهدري وينا وه چې د نيب اپيل خارجول سپريم کورټ فيصله په قانوني توګه بلکل ټهيک ده ، د ضمانت منسوخۍ لپاره غيرمعمولي وجوهات پکار وي او په دې فيصله کښې عملي توګه باندې څه بدلون نه دې راغلې
واضحه دې وي چې سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم نواز شريف ، مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر ايون فيلډ ريفرنس په سزا معطلۍ خلاف د نيب اپيل خارج کړيدے