د نيب په ذريعه اپوزيشن نه انتقام اخستلې کيږې: مشتاق احمد

د نيب په ذريعه اپوزيشن نه انتقام اخستلې کيږې: مشتاق احمد

جماعت اسلامې هم د نيب په کارروايانو شديد تنقيد کړې،د جماعت اسلامې خيبرپختونخوا امير مشتاق احمد خان وائې چې د نيب په ذريعه اپوزيشن نه انتقام اخستلې کيږې،د نيب کارروايانې د احتساب سپکاوے دے
د جماعت اسلامې صوبائې امير سينيټر مشتاق احمد بنو کښې جلسې ته خطاب کښې اپوزيشن خلاف نيب کارروايانې سياسې انتقام ګرځولې او وئيلې دې چې قامې احتساب بيورو د احتساب سپکاے کوې
مشتاق احمد د امن وامان صورتحال هم غير تسلې بخش ګرځولې او وئيلې دې چې ملک کښې د امن وامان صورتحال خراب دے،صحافيان غير محفوظ دې،پريس کلبونو باندې حملې کيږې او صحافيان تښتولې کيږې
د جماعت اسلامي صوبائي امير د حکومت معاشۍ پاليسو باندې هم تنقيد کړې او وئيلي دي چي ګرانۍ د غريب اولس ملا ماته کړې،د حکومت ناقصه معاشې پاليسو له وجې د غريب ژوندنور هم په عذاب شويدې
مشتاق احمد زياته کړې چې مودې سرکار کشمير کښې د ظلم بازار ګرم کړې،د کشميريانو د آزادۍ خوب به ضرور پورا کيږې او جماعت اسلامې به د کشميريانو حمايت جارې ساتې