د نيب چا سره هم ذاتى دښمنى نه ده ، چيئرمين نيب جاويد اقبال

د نيب چئيرمين جسټس ر جاويد اقبال وئيلي چي نيب باندي کورونا وبا خپرولو نه علاوه ټول الزامات لګولي شوي ، نيب چا سره هم زاتي دښمني نه لري او دا چې نيب به د دهړکو او فشار باوجود خپل کار د قانون مطابق جاري ساتي

لاهور کښي دستورې ته وينا پر مهال چئيرمين نيب جسټس ر جاويد اقبال نيب باندي لګولي شوي الزامات رد کړل او وې وئيل چي نيب باندي صرف کورونا وبا خپرولو تور پاتې دې نور پرې هر قسمه تورونه اولګيدل چئيرمن نيب اوئيل که چري نيب سره د فيصلو اختيار وې نو وس به ټول کيسونه سرته رسيدلي وو ، نيب د فيصلو اختيار نه لري او دا چې بيب په زور زبردستۍ پلي بارګين نه کوي خو قانون کښې دا شک موجود دې جسټس ر جاويد اقبال وينا وه چي نيب د اسمبلۍ غړو او سياستدانانو ډير احترام کوي خو دا خبره دې په ډاګه وي چې د دهړکو او فشار باوجود به هم دا اداره خپل کار جاري ساتي