د نړي وال اقتصادي فورم سالانه اجلاس نن د سوئټزرلينډ ډيوؤس ښار کښې شروع کيږي

د نړي وال اقتصادي فورم سالانه اجلاس نن د سوئټزرلينډ ډيوؤس ښار کښې شروع کيږي، خارجه وزير بلاول بهټو زرداري دې غونډه کښې د پاکستان د وفد مشري کوي،اجلاس کښې به ماحولياتي،معاشي او سماجي مسائلو مخ نيوي په معاملو خبرې کيږي،بلاول بهټو زرداري به اجلاس ته وينا په مهال علاقائي او نړي وال چيلنجونو پشمول موسمياتي بدلون د اثراتو خاتمے متعلق د پاکستان موقف وړاندې کوي
دا اجلاس به پنځه ورځې جاري وي چې پکښې پاکستان پشمول د مختلف ملکونومشران،نمائن؊ګان،کاروباري او سياسي شخصيات او د سول سوسائيټي غړي شرکت کوي خارجه وزير بلاول بهټو زرداري دې اهم اجلاس کښې د پاکستان د وفد مشري کوي،د خارجه امورو وزير مملکت حنا رباني کهر هم دې غونډه کښې شرکت کوي اجلاس دوران به معاشي،سماجي او ماحولياتي مسائلو د مخ نيوي په معاملو خبرې کيږي خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به اجلاس ته وينا دوران د پاکستان پشمول نورو ملکونو کښې د موسمياتي بدلون اثرات،خوراک او توانائۍ بحران او معاشي مسائلو په حواله خپل نقطه نظر وړاندې کوي