د نړۍ پينځه سوه بااثره مسلمان شخصياتو فهرست جارې کړې شوې

د نړۍ پينځه سوه بااثره مسلمان شخصياتو فهرست جارې کړې شوې

د نړۍ پينځه سوه بااثره مسلمان شخصياتو فهرست جارې کړې شوې دے،فهرست کښې وزيراعظم عمران خان،ملاله يوسفزۍ مفتې تقې عثماني او مولانا طارق جميل هم شامل دے
د اردن رائل اسلامک سټرټيجک سينټر د اسلامې نړۍ پينځه سوه بااثره شخصياتو فهرست جارې کړيدې چې په کښې د ترکې صدر رجب طيب اردګان په وړمبې نمبر دے،سعودې بادشاه سلمان بن عبدالعزيز په دويم او د اردن شاه عبدالله په دريم نمبر دے
فهرست کښې دپاکستان نوموړې مذهبې سکالر مفتې تقې عثمانې په شپږم او مولانا طارق جميل په څلويښتم پوزيشن دي،وزيراعظم عمران خان د بااثره مسلمان شخصياتو فهرست کښې په نهويشتم نمبر موجود دے،ملاله يوسفزۍ هم په دغه فهرست کښې ځائے جوړ کړے دے
داسلامې نړۍ بااثره شخصياتو کښې د پاکستان ډاکټر عطا الرحمان،عمر سيف،عرفان صديقې او الياس قادرې هم شامل دي