د هنګو خلقو د نهه کالني مديحه قتل خلاف احتجاج کړے دے

د هنګو نهه قبيلو مشرانو او ځوانانو نهه کالني مديحه قتل خلاف سياسي او سماجي غړود ډي آر سي چيرمين محمد ادريس په قيادت کښي احتجاج کړے دے، او مطالبه ئي کړيده چي ملزم ته دي سخته سزا ورکړے شي،
هنګوکښې د مديحه نومي ماشومي جنسي زياتي ورستو قتل خلاف سياسي او سماجي خلقو احتجاج کړے دے، غوښتنه ئي کړيده چي د مديحه قاتل ته دي دپهانسۍ سزا ورکړے شي،
مظاهرينو زياته کړه چې د ماشومانو سره جنسي زياتي متعلق قومي اسمبلي کښي منظور شوي بل دي زر تر زره نافذ کړي شي او دي ابتدا دي هنګو نه اوکړي شي ،
مظاهرينو وکيلانو ته هم اپيل کړے دے چي د ګرفتار ملزم مقدمه دي وانخلي او هغه سره دي هيڅ قسمه مراسته او نه اوکړے شي