د وانا بازار سيکورټي په معامه ليويز او خاصه دار فورس اهلکار يو بل ته مخامخ

جرګي دوانا بازار سيکورټي په معامله د ليويز او خاصه دار فورس تر مينځه صلح کړي

د جنوبي وزيرستان ليويز او خاصه دار فورس اهلکار د وانا بازار سيکورټي په معامه يو بل ته مخامخ،د ضلعي اتنظاميه او نورو ذمه دارو ادارو غفلت او عدم مداخلت په وجه د خوني تصادم خطره پيدا شويده
خاصه دار فورس د تنخواګانو بندش له وجي احتجاجا دوه مياشتي مخکښي د وانا بازار سيکورټي نه لاس اخستي وو او چيک پوسټونه ئي هم خالي کړي وو،
دوه ورځي وړاندي نه صرف ليويز اهلکارو د وانا بازار سيکورټي سنبهال کړه بلکه دي سره سره ئي د خاصه دار فورس له لوري خالي کړي شوي چيک پوسټونو باندي هم پوزيشن سنهبال کړو
په دي تيره ورځ خاصه دار فورس سخت ردعمل اوښودلو، ليويز اهلکارو ته ئي په فوري توګه چيک پوسټونه او بازار خالي کولو احکامات جاري کړو
ليويز فورس د خاصه دارو احکامات منلو نه انکار کړي چي دهغي روستو په وانا بازار کښې د خونړئ تصادم خطره پيدا شوي
ځائي قبائل وائي چي څه وخت هم د فريقينو ترمينځه جهګړا پيل کيدے شي بل اړخ ته په دي ټوله معامله ضلعي انتظاميه او سيکورټي ادارو ځان غلي کړي، احمدزئي وزير قبائيلو د انتظاميه او فورسز نه د کردار ادا کولو مطالبه کړي