د وانا بازار سيکيورټى د وسلوالې امن کميټۍ په ځائى ليويز فورس ته ورکولو تجويز

0
26

سيکيورټى فورسز د جنوبى وزيرستان صدر مقام وانا بازار سيکيورټى د وسلوالې امن کميټۍ په ځائى ليويز فورس ته ورکولو تجويز ورکړے
ايف سى چارواکو له اړخه د جنوبى وزيرستان قبائلى ضلعې انتظاميه ته وئيلې شوى چې د امن کميټۍ په ځائې دې د وانا بازار سيکيورټى ليويز فورس ته حواله کړې شى
سيکيورټى چارواکو مطابق د وانا بازار سيکيورټى لپاره پنځوس نه شپيته پورې ليويز اهلکار پکار دى چې لپاره ئې انتظاميه سره رابطه شويده
ولې تر اوسه څه مثبت جواب ورته نه دې ميلاو شوې
بلخوا په دې معامله چې کله خېبر نيوز ډى سى جنوبى وزيرستان سهيل خان سره رابطه اوکړه نو هغوى اووئيل چې ليويز د وانا بازار سيکيورټى سنهبالولې شى او په دې لړ کښې به ايف سى چارواکو سره خبرې کولې شى
هغوى اووئيل چې د سيکيورټى ذمه وارو لپاره تربيت يافته ليويز اهلکار پکار دى کوم چې هغوى سره نشته خو بيا هم هغوى تيار دى چې د بازار سيکيورټى ذمه وارى سنهبال کړى