د ورلډکپ اسکواډ نه د څلورو لوبغاړو د بهر کېدو امکان دې ،چې پکښې اضافي وکټ کيپر محمد حارث، اسپنر اسامه مير، فاسټ بولر محمد وسيم او جونيئر اورآل راؤنډر فهيم اشرف نومونه شامل دي،چې ورسره د ورلډکپ دپاره د لوبغاړو انتخاب مشکله ښکاره کيږي،
وئېلې کيږي چې د ورلډکپ سکواډ نه د څلورو لوبغاړو ويستو امکان دې چې پکښې محمد حارث، اسامه مير،محمد وسيم او فهيم اشرف شامل دي،
په بهارت کښې د پنځم اکتوبر نه شروع شوي آئي سي سي ورلډکپ دپاره د پاکستان د پنځلسو لوبغاړو انتخاب ګران شوې دې،
په ايشيا کپ کښې د ناکمې کارکردګۍ نه پس کپتان بابراعظم او چيف سليکټر انضمام الحق په منتخب شوي اسکواډ کښې په تبديلي کړې ده،دوي وائي چې د ټيم د ښه کارکردګۍ دپاره تبديلي ضروري ده،
او دلته په اينګلينډ کاؤنټي کرکټ کښې مصروفه ډائريکټر مکي آرتهر په دې ټول سليکشن کښې چرته هم نه ښکاري
داوسني حالاتونه داسې لګي چې د آل راؤنډر حسن علي اوليګ بريک ګګلي بولر ابرار احمدتر څنګه د مسلسل آؤټ آف فارم ټيم نائب کپتان شاداب خان او ټيسټ اوپنر فخر زمان سليکشن به کيږياو د دوي د اسکوارډ نه د بهر کېدو امکان نيشته،
په ورلډکپ کښې د پاکستان ممکنه پنځلس لوبغاړي دا دي
کپتان بابراعظم، امام الحق ، فخرزمان، عب دالله شفيق، سلمان علي آغا، افتخار احمد ، سعود شکيل، محمد رضوان، وکټ کيپر ابرار احمد ، محمد نواز، شاداب خان، شاهين شه آفريدي، حارث رؤف، حسن علي او زمان خان