د وزرائے اعلى او د صوبائى اراکينو کال دوه زره پنځلسم د اثاثو د ګوشوارو تفصيلات جارى

اليکشن کميشن د وزرائے اعلى او د صوبائى اراکينو  کال دوه زره پنځلسم د اثاثو د ګوشوارو تفصيلات جارى کړى دى

اليکشن کميشن د صوبائى اسمبلۍ د اراکينو،وزرائے اعلى او نور اعلى سياسى ليډرانو د کال دوه زره پنځلس د اثاثو ګوشوارې پوره تفصيلات جارى کړى دى چې ترمخه ئې د پنجاب وزيراعلى شهبازشريف دوه پنځوس کروړه پنځه پنځوس لکهـ روپو اثاثه جات څرګند کړى دى
د پښتونخوا وزيراعلى پرويز خټک د اوويشت کروړه درى پنځوس لاکهـ روپو ګوشوارې اليکشن کميشن ته جمع کړى دى
دې نه علاوه د سندهـ وزيراعلى قائم على شاه د دوه کروړه اولس لاکهـ او ډاکټر عبدالمالک بلوچ د څلور کروړه اته ديرش لاکهـ روپو ګوشوارې اليکشن کميشن ته جمع کړى دى
د وزيراعلى پنجاب شهبازشريف کورودانې نصرت شهباز اويشت کروړه دوه  لاکهـ روپو د اثاثو مالکه ده
اليکشن کميشن د مونسى الهى په اړه وئيلى دى چې هغه د پنځه شپيته کروړه پنځلس لاکهـ روپو ماليت اثاثې ښودلى دى او د بهرملکى اثاثو ظاهرولو نه ئې ډډه کړېده