د وزيراعظم او امريکائي صدر ترمينځه تفصيلي ملاقات شوې

د وزيراعظم او امريکائي صدر ترمينځه تفصيلي ملاقات شوې

خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د وزيراعظم او امريکائي صدر ترمينځه تفصيلي ملاقات شوې چې پکښې ډونلډ ټرمپ پاکستاني تحفظاتو نه خبر کړې شويدې، بلخواشاه محمود قريشي د برطانئې هم منصب ډومينک راب سره ټيليفونک رابطه کړې ده او هغه ئې د کشمير صورتحال او افغان امن عمل لپاره جاري مذاکراتو نه خبر کړېدې
ډيووس کښې د وزيراعظم عمران خان او امريکائي صدر ترمينځه ملاقات په اړه خپل يو بيان کښې خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ملاقات کښې صدر ټرمپ افغان امن عمل کښې پاکستاني کردار نه خبر کړې شويدې
وفاقي وزير اووئيل چې وزيراعظم خپل تحفظاتو نه هم امريکائي صدر خبر کړې او ډونلډ ټرمپ روان کال يا امريکې انتخاباتو نه پس د پاکستان د دورې خواهش هم څرګند کړيدې
بلخوا شاه محمود قريشي د برطانيې هم منصب ډومينک راب سره په ټيلي فون رابطه کړې او هغه ئې منطقه کښې کشيدګي ختمولو لپاره د پاکستان کوششونو نه خبر کړېدې
په دې موقع دوانړو مشرانو ترمينځه باهمي دلچسپې، علاقائي او دوه اړخيزه معاملاتو باندې د خيالاتو بدلون شويدې
وزير خارجه مخکښې اووئيل چې برطانوي حکومت دې اتيا لکه بے ګناه کشميريان باندې د بهارتي حکومت ظلمونه اودرولو لپاره ګامونه پورته کړي
هغه زياته کړه چې برطانوي حکومت دې مسئله کشمير حل لپاره هم هلې ځلې پيل کړي