د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګلګت بلتسان کونسل اجلاس ته خطاب

0
53

وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ګلګت بلتسان کونسل اجلاس ته خطاب، وئيلي دي چې سي پيک به هم په دي لاره تيريږي ، ګلګت بلتستان دغه منصوبے نه ډيره ګټه ترلاسه کولې شي او زياته کړيده چې جغرافيائي لحاظ سره دي علاقے ته ځانګړې حيثيت ترلاسه دے

د ګلګت بلتستان کونسل اجلاس کښې د مالي کال دوه زره اولسم اتلسم بجټ منظوري ورکړې شوي او وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د چيئرمين په حيث د غونډي صدارت کړېدي
اجلاس ته د خپل خطاب په وخت وزيراعظم شاهد خاقان عباسي اوئيل چې ګلګت بلتسان کښې د جمهوري اقدارو وده او د جمهوريت تسلسل خوش آئند دے او زياته کړيده چې د کونسل غونډي د تسلسل سره کيدل پکار دي
وزيراعظم اوئيل چې ګلګت بلتستان کښې د سيلګرۍ او کاروبار ډېري موقعے شته کومي چې به د سي پيک منصوبے په براکت له نوري سيوا کيږي ځکه چې سي پيک به هم په دي علاقه تيريږې او د دي علاقے خلق د دغي منصوبے نه ډېري ګټي ترلاسه کولې شي
وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دا هم اوئيل چې د ګلګت بلتستان خلق د پاکستان سره مثالې مينه لري او دريځ ئې خپل کړې چې جغرافيائي لحاظ سره ګلګت بلتستان ته ځانګړې حيثيت ترلاسه دي