د وزيراعظم شهبازشريف د متحده عرب اماراتو دوه ورځنۍ دوره پائے ته رسيدلي

د وزيراعظم شهبازشريف د متحده عرب اماراتو دوه ورځنۍ دوره پائے ته رسيدلي،مشترکه اعلاميه کښې وئيلے شوي چې په دوره کښې په جوائنټ وينچرز،خپل مينځي تعاؤن،او هيومن ريسورس شعبه کښې له يو بل سره په مرسته اتفاق شوے

د وزيراعظم شهباز شريف متحده عرب اماراتو د دورے په حواله جاري شوي اعلاميه کښې وئيلے شوي چې د وزيراعظم يو اے اي صدر سره په ملاقات کښې دوه اړخيزه تعلقاتو ته وده ورکولو او په دے برخه کښې اړين ګامونه پورته کولو باندې خبري شوي د اعلاميے له مخې په دے ملاقات کښې علاقائي،سياسي او په سيکورټي صورتحال باندې هم خبري شوي د وزيراعظم د اماراتو د صدر سره په ملاقات کښې په سياسي ،دفاعي،تجارتي او ثقافتي شعبو کښې هم په همکارۍ سيواکولو باندي غور شوے د مشترکه اعلاميے مطابق د وزيراعظم شهبازشريف د دورے په موقع په جوائينټ وينچرز،خپل مينځي همکارۍ او هيومن ريسورس په برخه کښې تعاون سيوا کولو باندې هم خبري شوي وزيراعظم د اوسني سيلاب دوران په مالي مرسته باندي د يو اے اي د صدر شکريه هم ادا کړي