د وزيراعظم شهباز شريف اقوام متحده جنرل اسمبلۍ غونډې ته خطاب کړے

د وزيراعظم شهباز شريف اقوام متحده جنرل اسمبلۍ غونډې  ته خطاب کړے ، وئيلي دي چي موسمياتي بدلون کښې د پاکستان کردار د نيشت برابر دے ولي د اثراتو نه پاکستان د ټولو زيات متاثره دے، اوسني سيلابونو له وجي د پاکستان دريمه برخه اوبو کښي ډوبه شويده، دري کروړه نه سيوا خلق متاثره شويدي، پنځلس سوه کسان مړه شويدي، انفراسټرکچر او فصلونه تباه شويدي، شهباز شريف د کشمير متعلق وئيلي چي دغه عالمي مسله دي د يو اين قرارداد مطابق حل کړے شي،

وزير اعظم شهباز شريف نيو يارک کښې د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ خطاب دوران پاکستان کښې راغلي سيلابونو له وجي شوي زيان او د مسله کشمير په اړه خبري کړي، وئيلي دي چي موسمياتي بدلون کښې د پاکستان کردار د نيشت برابر دے ولي د اثراتو نه پاکستان د ټولو زيات متاثره دے، وزير اعظم اووئيل چي اوسني سيلابونو له وجي د پاکستان دريمه برخه اوبو کښي ډوبه شويده، دري کروړه نه سيوا خلق متاثره شويدے، پنځلس سوه کسان مړه شويدي،چي پکښې ماشومان او زنانه هم شاملي دي، د وزير اعظم وينا وه چي سيلاب له وجي په لکهونو ايکړه زمکه باندي ولاړ فصلونه تباه شويدي، پلونه او انفراسټرکچر تباه شويدي،لس لکه څاروي مړه شويدي، د پاکستان معيشت وړاندي نه کمزورے وو، ولي د سيلابونو سره نور هم متاثره شويدے، شهباز شريف اووئيل چي پاکستان سره دي په دي سخت وخت کښي نړي واله ټولنه مرسته اوکړي او د موسمياتي بدلون مخنوي لپاره دي سنجيده ګامونه پورته کړے شي، شهباز شريف د يو اين سيکريټري جنرل انتيو ګټريس دوره پاکستان باندي د هغه شکريه هم ادا کړيده، خپل تقرير دوران وزيراعظم مسله کشمير باندي هم خبره کړي، وئيلي دي چي بهارتي سرکار په کشمير کښي د انساني بنيادي حقوق خلاف ورزۍ کوي، مسله کشمير يو عالمي تنازعه ده،او دا مسله دي د يو اين قراردادونو مطابق حل کړے شي،