د وزيراعظم شهباز شريف د سيلاب ځپلي ټانک دوره کړي

د وزيراعظم شهباز شريف د سيلاب ځپلي ټانک دوره کړي، هلته ي د نقصاناتو جائزه اخستي،ميډيا سره خبرو کي شهباز شريف ويلي ،چې سيلاب ځپلو ته به اته لکه پرځاي لس لکه روپے ورکول کيږي، ادارو د ريليف کار په ښه ډول جاري ساتلې، وزيراعظم د پختونخوا حکومت سيلاب ريليف اپريشن هم ستائلي
وزيراعظم شهباز شريف سيلاب زدګان سره د يووالې اظهار لپاره د ټانک دوره کړې، په دې موقع وزيراعظم سره د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمان هم موجود وو، وزيراعظم ته خيبرپختونخوا کي باران او سيلاب لوجې شوي نقصاناتو په اړه بريفنګ ورکړي شوي، بريفنګ کي ښودلې شوي چې سيلاب لوجې فصلونه، کورونه او انفراسټکچر تباه شوي، بريفنګ کي دا هم وئيل شوي چې متاثرينو ته خوارک ورکولو سلسله روانه ده، علاج لپاره درې ميډيکل کيمپ قائم شوي، او د بجلئ او د سړکونو بحالۍ کار هم روان دې، وزيراعظم شهباز شريف اين ډي ايم اے، آرمي، ډبل ون ډبل ټو او نورو ادارو لخوا جاري د امدادي کارونو ستائينه کړې