د وزيراعظم عمران خان خلاف د هرجانے کسي سماعت په وخت د پيښور مقامي عدالت فيصله محفوظ کړيده

0
105

د وزيراعظم عمران خان خلاف د هرجانے کسي سماعت په وخت د پيښور مقامي عدالت فيصله محفوظ کړيده ، د عمران خان خلاف پخوانۍ ايم پي اے فوزيه بي بي د پنځوس کروړه روپو دهرجانے درخواست دائر کړې وو چې پکښې دريځ خپل کړې شوې وو چې عمران خان په فوزيه بي بي په سينيټ اليکشن کښې د ووټ د خرڅولو الزام لګولې وو
د پيښور ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج عبدالماجد د عمران خان خاف د فوزيه بي بي لخوا د هرجانے درخواست باندې د کيس سماعت کړيدے
په دې موقع د عمران خان لخوا د هغه وکيل بابر اعوان عدالت ته وړاندې شو
د سابقه ايم پي اے فوزيه بي بي وکيل عدالت ته اووئيل چې عمران خان په فوزيه بي بي د ووټ د خرڅولو الزام لګولې وو کوم چې بے بنياده دے
د عمران خان وکيل بابراعوان اووئيل چې د شوکاز نوټس نه پس د پخوانۍ ايم پي اے فوزيه بي بي رکنيت ختم کړې شويدے ، د دلائلو اوريدو نه پس عدالت د عمران خان هرجانه کيس فيصله محفوظ کړه
د فوزيه بي بي وکيل غفران ايډوکيټ وائي چې د حکومت لخوا د دې کيس په فيصله کښې د تاخير کوششونه کيږي کوم چې د غندنې وړ خبره ده